ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د نیمروز ولایت د تخنیکي و مسلکي زده کړو مرکزونو له مسوولینو سره ناسته تر سره کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۴:۱۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د څارنې په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر ستونزو او د اړتیاوو د حل پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په دې کتنه کې محترم مولوي احساس وویل، چې د هېواد د ځوان نسل د روزنې په برخه کې خدمت کول زموږ د ټولو مسؤولیت دی او باید دغه مسؤولیت په صادقانه توګه ادا کړو. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې ټولې چارې باید د اسلام مبارک دین د اصولو سره سم تر سره شي.

ښاغلي مولوي احساس دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسؤلینو د وړاندیزونو او ستونزو د حل د ژمنې ترڅنګ د ځینو مسایلو په اړه هغوی ته لازمې هدایات هم ورکړل.

همدارنګه یاد پلاوي دغونډې ګډونوالو ته د چارو د ښه والي په موخه سیمینار هم وړاندې کړ.

په ورته وخت کې محترم مولوي غلام سعید احساس د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسوولین د نوموړو د ارزښتناکو خدمتونو له امله چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې یې تر سره کړي و، د ستاینلیکونو او نقدي ډالیو په ورکولو سره وستایل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS