په هېواد کې د نظام د پياوړتيا او د ثبات د ټينګښت په موخه د پنجشېر د ولسي جرګې برنامه ترسره شوه
په پنجشیر ولایت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې په هېواد کې د نظام د پیاوړتیا او د تلپاتې ثبات په اړه یوه عامه غونډه ترسره شوه.
په دغه مراسمو کې د پنجشېر ولایت د سیمه ییزو چارواکو ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، د پلټنې ملي ادارې رئیس مولوي محمد محسن هاشمي او د ریاست الوزرا استازی مولوي احمد الله متقي هم حضور درلود.
په دغې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وينا وکړه او د پنجشير ولايت خلک یی متدین، مجاهد او غیور وباله.
مولوي شهامت همدا راز زیاته کړه: « په اسلامي نظام کې د پنجشیري او کندهاري او همدارنګه د بدخشاني او ننګرهاریانو تر منځ هیڅ توپیر نشته.»
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د قومي او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل د افغانستان د خلکو د دښمنانو يوه پروژه وبلله او د خلکو پر يووالي يې ټينګار وکړ.
ښاغلي شهامت دا هم وویل، چې د پنجشیر خلک د بهرنیانو پر وړاندې په جهاد کې شهرت لري.
په دغې برنامه کې نورو دولتي چارواکو هم ويناوې وکړې او د غونډې ويناوالو د خلکو ترمنځ په يووالي او وحدت ټينګار وکړ.