په ننګرهار کې د نابینایانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوه
د نابینا ماشومانو زده کړو ته د لاسرسي په موخه د ننګرهار ولایت د ځانګړو زده کړو په مسلکي لېسه کې د نابینایانو څانګه ایجاد شوه.
پخوا به په یاده لېسه کې یوازې د ناشنوایانو لپاره د زده کړو زمینه برابره وه، خو اوس د نابینایانو د څانګې په جوړېدو سره د نابینایایي ستونزو سره مخ کسانو ته د زده کړې زمینه هم برابره شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې ١٦ ښوونيز مرکزونه لري، چې په هغو کې د نابینایانو او ناشنوایانو د زده کړو انسټیټونه او ښوونځي شامل دي.
په دغه مرکزونو کې زده کوونکو ته د عمومي زده کړو تر څنګ تخنيکي او مسلکي مهارتونه هم تدریس کېږي.