په لوګر ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمي سویې معلومولو آزموینه واخیستل شوه
د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې معلومولو په موخه د آزموینې د اخیستو خبر ورکوي.
د لوګر د تخنیکي آمریت د مسوولینو په وینا، دغه مجاهدین به د تعلیمي سویې مالومیدو وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره یوځای شي او زده کړو ته به دوام ورکړي.
د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې؛ مجاهدین کولای شي چې په ټول هیواد کې د تعلیمي سویې مالومیدو وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو د دوام په موخه شامل شي .
تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت تخنیکي آمریت د مجاهدینو د تعلیمي سویې مالومولو د آزموینې لومړۍ دوره د څه باندې ۷۰۰ کسانو په ګډون ترسره کړې وه.