په فاریاب ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې مالومو آزموینه واخیستل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۴:۲۳
TVETA

په فاریاب ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې مالومولو آزموینه د یاد ولایت د پوهنې رئیس او د نورو سیمه ییزو ادارو د استازو په حضور کې واخیستل شوه.

دفارياب ولايت دپوهنې رييس مولوي سيد حفيظ الله معتصم باالله په دغو مراسمو کې دخبرو په ترڅ کې د دې ازموينې د شفافيت ډاډ ورکړ .

 په همدې حال کې د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر الحاج محمد مجاهد د مجاهدینو د روزنې د طرحې په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، د دې طرحې پر بنسټ به د تعلیمي سویې له مالومیدو وروسته مجاهدین د خپلو زده کړو د دوام لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د تخار، بدخشان، سرپل، بادغیس، نیمروز، پروان، جوزجان، غزني او غور ولایتونو د تخنیکي زده کړو مرکزونه هم د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیزو پروګرامونو د پیل شاهدان دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS