په بغلان کې له ۴۵ ورځني روزنیز برنامې څخه ۱۸ نوي ګمارل شوي کارکوونکي فارغ شول
د بغلان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا په یاد ولايت کې د مجاهدينو او د دولتي ادارو نويو ګمارل شويو کارکوونکو ته ۴۵ ورځنى روزنيزه برنامه پاى ته ورسيده.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ۱۸ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته چې اکثره یې د اسلامي امارت مجاهدین دي، د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سږ کال د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې څه باندې دوه زره کسانو ته لنډ مهاله روزنیزې برنامې جوړي کړي دي.
په دغو روزنیزو برنامو کې اداري او کمپیوټري مهارتونه تدریس شوي دي.