په بغلان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د حق الزحمه ښوونکو د جذب ازموینه واخیستل شوه
د بغلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ۳۱ تنو نوماندانو په ګډون د حق الزحمه ښوونکو د جذب ازموینه واخیستل شوه.
د دغه ازموینې د ترسره کولو موخه د نوماندانو ترمنځ سالمه سیالي او کار اهل ته د کار سپارل وو.
د ۳۱ تنه ګډون کوونکو له جملې څخه به ۱۳ تنه په بغلان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د حق الزحمه ښوونکو په صفت جذب شي.