په اونیزه اصلاحي غونډه کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیاسي ژوند په اړه ډاکټر وجیه‌الله ناصح وینا وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه نن د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک میلاد په مناسبت ترسره شو.

په دې غونډه کې ډاکټر وجیه‌الله ناصح د «حضرت محمد ﷺ سیاسي ژوند» تر عنوان لاندې لنډه وینا وکړه.

ډاکټر ناصح په خپلو خبرو کې د رسول الله ﷺ د سیاسي، اداري او ټولنیز ژوند پر یو شمېر اړخونو خبرې وکړې او د یوه منظم، عادلانه، ورورولۍ او همدردۍ پر بنسټ ولاړې ټولنې په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې یې د هغه ﷺ رول تشریح کړ.

نوموړي همدارنګه له بېلابېلو خلکو او ټولنیزو ډلو سره د حضرت محمد ﷺ د تعامل او چلند طریقې ته په اشارې سره، پر یووالي، همبستګۍ، ښه مدیریت، عدالت او د ټولنیز نظم پر تأمین ټینګار وکړ او د رسول اکرم ﷺ ژوند یې د ټولنې د رهبرۍ او مدیریت لپاره بشپړ او غوره الګو وبلله.

په دې اصلاحي پروګرام کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک میلاد د درناوي ترڅنګ، د هغه ﷺ د سیرت او سنتو د پیروۍ او په فردي، ټولنیزو او اداري برخو کې د اسلامي لارښوونو د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وشو.

د دغه پروګرام موخه د کارکوونکو د دیني او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړول او د اسلام د ستر پیغمبر ﷺ له ژوند او سیرت سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا زمینه برابرول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS