نظامي ټانګونه (هاموی او زنځیرلرونکی) جوړول

د خوست میخانیکي انسټیټوټ یو تن نوښتګر زده کړیال د خپل نوښت په پایله کې دوه نظامي ټانګونه (هاموی او زنځیرلرونکی) جوړ کړل.

دا موټر د ریموټ کنټرول په واسطه کنټرول کیږي.

د دغو پوځي وسایطو جوړونکی د خوست  میخانیکي انستیتوت د لسم ټولګي زده کوونکی قسمت الله دی.

دى وايي چې دغه دوه ټانکونه يې په دوو مياشتو کې جوړ کړي او اووه زره افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.

قسمت الله وايي، که اسانتياوې او خام مواد ورته برابر شي، نو کولاى شي موټرې جوړې کړي.

د کار د بازار له مخې د نوښتګر، تکړه او متخصص ځواک روزل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو موخو څخه دي.

د ټانګونو د ویډیو لینک:https://youtu.be/XytuLRSRaAQ