مولوي غلام حیدر شهامت د کابل د علماوو شورا له یوه پلاوي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۶:۱۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په خپل کاري دفتر کې د کابل د علماوو له يوه پلاوي سره وکتل.

د کابل د علماوو شورا پلاوي په دغې ناسته کې د ځوانانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې.

 د دغې غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ځوانانو د روزنې په برخه کې د هېواد د علماوو د هڅو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

 په دغه مجلس کې دواړو خواوو د دواړو نهادونو ترمنځ د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

BACK TO NEWS