عامه پوهاوی؛ د فراه په ښار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلاناتي بینرونه ولګول شول
د عامه پوهاوي د کمپاین په دوام د فراه ښار په ځینو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلاناتي بینرونه ولګول شول.
دا کمپاین په نورو ولایتونو کې هم روان دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان یو له مهمو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو څخه دی، چې یو له اصلي موخو څخه یې د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزل دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. د یادو مرکزونو زده کونکي او زده کړیالان له فراغت وروسته مستقیم د کار په بازار کې جذبېږي.