د کوه بند کرنې مسلکی انسټیټوټ زده کوونکو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۵:۳۰
TVETA

د کاپیسا ولایت د کوه بند کرنې مسلکي انسټیټوټ زده کوونکو ته په دغه ولایت کې د شاتو مچیو له یوه فارم څخه د علمي سفر په ترڅ کې د شاتو مچیو د روزلو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد زده کوونکو ته د د شاتو د مچیو د کندو ضد عفوني کولو او د صندقونو بدلولو په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د صنعت او سوداګرۍ ریاست ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ له رئیس سید عبدالبصیر پاشا سره په یوه غونډه کې وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

BACK TO NEWS