د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د چمتووالي په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو د علمي سفرونو دوام

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۲۵

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ادارې او سوداګرۍ څانګې محصلینو د بیلابیلو دولتي ادارو څخه د لیدنې په موخه د علمي سفرونو په دوام کې د یاد ولایت اقتصاد ریاست ته سفر وکړ.

د دې علمي سفر په ترڅ کې، نوموړو د لارښود استاد ترڅارنې لاندې د کاري میکانیزمونو او د اقتصادي ادارو د تشکیلاتو په شمول د بېلابیلو سوداګریزو موضوعاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې، محصلینو هم د نوموړو لپاره د علمي سفرونو پلاره اچولو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې دا فعالیتونه کولی شي هغوی په مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې د مسلکي او معیاري زده‌کړو په وړاندې کولو سره په مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS