د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ د زده کوونکو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۹

د کابل ښار میخانیکي انسټيټوټ مسؤلینو د یاد ښوونیز مرکز د ماشین افزار، د اوبو رسولو او تودوخې مرکز، برق، الکترونیک او د موټر انجن تکنیشن له څانګو څخه د ۱۵۰ تنو زده کوونکو د فراغت په پار مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تحقیق او نوښت رئیس په شمول یو شمیر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.

د تحقیق او نوښت رئیس په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او ويې ويل، چې د تخنیکی او مسلکي زده کړو د مرکزونو اړونده څانګې د کار بازار د اړتياوو پر بنسټ د بېوزلۍ د له منځه وړلو او هیواد کې د اقتصادي ودې په موخه جوړې شوې دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په اقتصادي وده کې مهم او اړین رول لري.

نورو ويناوالو هم په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او له ځوانانو يې وغوښتل چې تخنيکي او مسلکي زده کړو ته مخه کړي.

د مراسمو په بله برخه کې فارغ شويو زده کوونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

BACK TO NEWS