د کابل ولایت د بایزید روښان کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د کابل ولایت د بایزید روښان کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې تاسیس شو، چې د کابل ښار په دریمه ناحیه کې د دهبوري په څلورلاره کې فعالیت کوي او د دیارلسم(۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د (انسټيټوټ دوه کلنې دوره) کې د ادارې او تجارت، کمپيوټرساینس، انجینرۍ او عمومي کرنې په څانګو کې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسی ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ یوه وداني لري چې په نوموړې ودانۍ کې (۱۲) درسی خونې شتون لري  او دوه  دوه‌پوړیزه د لیلیې تعمیرونه لري چې (۲) اداري او (۲۵) د لیلیې اطاقونه پکې شتون لري.

د جوړښت اړوند معلومات :

د کابل ولایت د بایزید روښان انسټيټوټ په ټوله کې (۳۵) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۹) تنه استادان، (۵) تنه اداري کارکوونکي او (۱۱) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۱۹) تنه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ څلور(۴) څانګې ( کمپيوټرساینس، عمومي کرنه، اداره او تجارت او انجینرۍ ) لري او (۴۲۴) تنه محصلین په دې انسټيټوټ کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

لیلیه:

د کابل ولایت بایزید روښان انسټيټوټ (۴۲۴) تنه محصلین لري، چې له دې جملې څخه یې (۲۷۸) تنه په لیلیه کې شامل دي او خپل زده کړې ترسره کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.