د کابل والي له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۱۸

ښاغلي ملا امین‌الله عبید، د کابل والي، د کابل ښار له روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د کابل والي د یاد مرکز له درسي ټولګیو او نورو ښوونیزو برخو څخه هم لیدنه وکړه او د روښان زړو ستونزې او ننګونې یې له نږدې وڅېړلې.

د کابل د روښان‌زړو مسلکي انسټيټوټ مسؤلینو په دې لیدنه کې په خپلو خبرو کې د ښار دننه د ښاري نښو نښانو او د روښان زړو لپاره د مرستندویه وسایلو د کمښت یادونه وکړه او د زیاتې پاملرنې او ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د کابل والي د روښان‌زړو لپاره د مسلکي زده کړو د وړاندې کولو په برخه  کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اغیزمنو فعالیتونو څخه قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې ا.ا.ا د روښان‌زړو څخه هراړخیز ملاټر ته ژمن دی.

نوموړي زده کوونکي د پوهې او مهارت د ترلاسه کولو په برخه کې لا زیات زیار او کوښښ ته وهڅول او هغوی یې د ټولنې د مهمې سرمایې په توګه یاد کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

BACK TO NEWS