د چارو ادارې مسؤلینو د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له مسوولینو سره غونډه تر سره کړه
د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو ریاست مسوولینو میدان وردګو ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له مسوولینو سره وکتل.
د دې غونډې موخه په دغه آمریت کې د ساده شويو اداري پروسو د تطبیق له بهیر څخه څارنه ویل شوې ده.
په دې کتنه کې د چارو ادارې د ساده سازي ریاست مسوولینو او د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو سره خبرې وکړې او د اداري پروسو د ساده سازيو ریاست مسوولینو د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه.