د پکتیا تخنیکي انسټیټوټ د ورکشاپ وضعیت بررسی ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۴:۱۰
Paktia

 د پکتيا ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي غلام رسول سعيدي د یاد ولايت تخنيکي انسټیټوټ د موټرو د څانګې زده کړیالانو له عملي زده کړو څخه ليدنه وکړه.

 ښاغلي سعیدي د تخنیکي انسټیټوټ د ورکشاپ تجهیزات او امکانات وارزول او د استادانو او زده کړیالانو وړاندیزونه یې واورېدل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د روزنیز نصاب تمرکز په عملي زده کړو دی، څو د دې مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

BACK TO NEWS