د پلخمري میخانیکي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو پرکتیک دوره پای ته ورسیده
د پلخمري میخانیکي انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کوونکو او زده کړیالانو دیرش (30)ورځنې پرکتیک دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.
دوی د برښنا ریاست، غوري سمنټو او ډبرو سکرو تصدیو ته معرفي شوي وو.
په یاده دوره کې زده کوونکو او زده کړیالانو د یادو څانګو د څارونکو او یادو ادارو تخنیکي کارکوونکو تر څارنې لاندې په عملي بڼه اړین مهارتونه زده کړل.
په یادو مرکزونو کې تر 60% سلنې زیاتې زده کړې په عملي بڼه ترسره کېږي.
د مسلکي او کارپوه کاري انساني ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادترې یو له اصلي موخو څخه دی.