د پلان او ستراتیژیکو همغږیو د رئیس ناسته د کارا موسسې سره ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۸:۵۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو رئیس محترم مولوي نیک محمد نیکمل د کارا موسسې له مسؤلینو سره وکتل.

د دې ناستې محور، د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاريو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د کارا موسسې اجراییوي رئیس ښاغلي مرشد شمسي د یادې موسسې د موخو او پروګرامونو  په اړه توضیحات ورکړل او ویې ویل چې دوی په افغانستان کې د حرفوي زده کړو په برخو کې فعالیت کوي.

په همدې حال کې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه اداره د مسلکي پروګرامونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

په دې ناسته کې دواړو خواو پرېکړه وکړه چې د تفاهم‌لیک پر بنسټ به د دواړو بنسټونو ترمنځ د حرفوي پروګرامونو په برخه کې همکاري پیل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS