د ولایتونو د تخنیکي او مسلکی مرکزونو د نظارت او څارنې له مدیرانو سره انلاین ناسته ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي او تحصیلي څارنې او ارزونې ریاست په یوه مجازي ناسته کې د ولایتونو د نظارت او څارنې له مدیرانو او غړو سره وکتل.
په دې غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوي راپور ورکولو فارمټ د تشریح کولو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
همداراز په یادې غونډه کې د څارنې او ارزونې ریاست مسوولینو د یاد فارمټ بېلابېلې برخې د ولایتونو د نظارت او څارنې له مدیرانو او غړو سره معرفي او شریکې کړې.