د ولایاتو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره انلاین ناسته ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۱:۴۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاونیت د یوې آنلاین غونډې په ترڅ کې د ولایاتو د تخنیکی او مسلکی زده کړو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خدماتو او املاکو رئیس محترم عبدالمطلب انصار هم حضور درلود.

نوموړو په دې ناسته کې د ولایاتو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د املاکو، املاکو ساتنې او ثبت او همداراز د اجناسو د ثبت پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په همدې حال کې د املاکو او خدماتو ریاست مسولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د جایدادونو او ملکیتونو د ثبت او ساتنې د څرنګوالي په اړه د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مسوولینو لپاره پریزنټیشن هم وړاندې کړ.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل د يو شمېر موضوعاتو په اړه د ولايتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مسوولينو ته لازمې هدایات هم ورکړل.

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS