د هرات تخنیکي آمریت له جامي پوهنتون سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
د هرات تخنیکي آمریت د جامي خصوصي پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک پربنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استاذانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرامونو زمینه برابره شوې ده.
همدارنګه په تحقیقاتي او علمي موضوع ګانو ګډې مرستې هم د دغه هوکړه لیک له موادو څخه دي.
په دغه هوکړه لیک کې راغلي چې جامي پوهنتون د هرات تخنیکي آمریت له لوري دوه تنه معرفي شوو کسانو ته د زده کړې بورسیې ورکوي.