د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د نيمروز ولايت د تخنيکي او مسلکي آمریت د همغږۍ غونډه د یاد ولايت په مرکز او ولسواليو کې د مسلکي لېسو او انسټیټونو د آمرینو په حضور کې ترسره شوه.
د دې ناستې موخه د نیمروز د مسلکي لېسو او انسټیټونو د ستونزو څېړل او همغږې وه.
په دغه غونډه کې د نيمروز ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نظيف الله عثماني د یاد ولایت د لېسو او انسټیټونو د آمرینو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د ستونزو په حل او د اړتياوو په لومړيتوبونو کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.