د نيمروز تخنيکي او مسلکي زده کړو امر د دغه ولايت د پوهنې له رئيس سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۰:۵۰
نیمروز

د نيمروز ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر عبدالهادي بيدار د دغه ولايت پوهنې له رئيس مولوي يارمحمد حقيار سره وکتل او خبرې اترې يې وکړې.

په دې ناسته کې ښاغلي بیدار د تخنیکي او مسلکي زده کړو د موخو، جوړښت او بنسټونو په اړه معلومات ورکړل.

د نيمروز پوهنې رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو د موخو هرکلى وکړ او ويې ويل:«موږ بايد د ديني مدرسو او عصري ښوونځيو ترمنځ د ګډ فکر او یو بل منلو لپاره هڅې وکړو».

مولوي يارمحمد حقيار ژمنه وکړه، چې پوهنې رياست د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې له ټولو اسانتياوو سره مرسته کوي او د زده کوونکو د جذب په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

د نيمروز پوهنې رييس زياته کړه، چې د تخصصي او ماهر ځواک شتون د ټولنې يوه عاجل اړتيا ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS