د نورستان ولایت له سرپرست والي سره د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت ناسته

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۴۳
TVETA

ښاغلي الحاج مولوی غلام حیدر شهامت نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان ولایت له سرپرست والي سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت د علماوو شورا مشر، د استخباراتو رئيس او نورو سيمه ييزو مسوولينو هم ګډون درلود.

دواړو لورو په یادې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت په اړه په مفصله توګه خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست د نورستان ولايت له سيمه ييزو مسوولينو سره په کتنه کې د نوموړو سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د موخو او پروګرامونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

له بلې خوا د نورستان ولایت سرپرست والي له الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي څخه یې هرکلي وکړ او ژمنه یې وکړه چې د نورستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ټولو ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو ته به رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS