د ننگرهار ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي انسټيټيوټ زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۳:۵۵
TVETA

د المواسات خیریه بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول.

په دغو توکو کې کتابچې، بکسه، قلمونه او نور قرطاسیه باب شامل دي چې د اورېدلو معلولیت لرونکو زده کوونکو ته ووېشل شول.

اوس مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ۱۶ خصوصي ښوونیز مرکزونه لري چې د لید او اوریدلو معلولیت لرونکو کسانو ته مسلکي زده کړې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر سوداګرو او خيريه بنسټونو د ځانګړو زده کړو مرکزونو کې خوراکي او ښوونیز تجهیزات وېشلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS