د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انستیتیوت کې د ستروسو یو باغ پرانیستل شو.
د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجینر فضل الباری "نصرت"، د «IFHOPE» مؤسسې مسؤولینو، د کرنې انستیتیوت آمر او استادانو لخوا په یو جریب (۲۰۰۰) متره مربع ځمکه کې د نارنجو ۱۰۰ بوټي وکرل چې دا باغ به د انستیتیوت د عملي زده کړو تر څنګ یوه عایداتي سرچینه هم وي.
یاد بوټي د IFHOPE مؤسسې لخوا مرسته شوي وو.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په استازیتوب ښاغلي فضل الباري نصرت د مننې تر څنګ د نورو دوامداره مرستو غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې په لنډ وخت کې به د دواړو ادارو ترمنځ یو پروتوکول هم لاسلیک شي.