د میدان وردګو په ولایت کې د اسلامي امارت مجاهدینو لپاره روزنیز کورس جوړ شو
د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د اسلامي امارت د 58 تنو مجاهدینو لپاره روزنیز کورس جوړ کړ.
په دغه روزنیز کورس کې اداري، مکتوب لیکنه او کمپیوټري مهارتونه تدریس کیږي.
د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له دې وړاندې هم د اسلامي امارت مجاهدینو لپاره روزنیز کورسونه جوړ کړي او تر اوسه یې 153 تنه له دغو کورسونو فارغ کړي دي.