د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کوونکو ته د ساختمان د سیخبندۍ په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۳:۴۶
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې، یوولسم ټولګي شاګردانو ته د ساختمان د سیخبندۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په جریان کې نوموړو ته د ساختمان د سیخبندۍ، کانکریټ اچولو او د سیخ‌بندۍ د اړتیاو وړ وسایلو په اړه مفصل معلومات ورکړل او د زده کوونکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

BACK TO NEWS