د میدان وردګو ولایت د نرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ
د میدان وردګو ولایت د نرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د لیسې په سطح تاسیس شو، او په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې انسټيټوټ په کچه وده ورکړل شوه چې د لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د ( لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د کرنې، اداره او تجارت او اداره او مدیریت په څانګو کې محصلینو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کوي.
د ودانۍ او اساسی ( زیر بنایی ) په اړه معلومات:
دا انسټيټوټ دولتي ودانۍ نلري او د عمومي تعلیماتو په ودانۍ کې په (۶) درسي او اداري خونو کې خپل چارې پر مخ وړي.
د جوړښت اړوند معلومات :
یاد انسټيټوټ په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه اداري کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي او همدارنګه ۹ تنه حق الزحمه استادان هم لري.
د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:
دا انسټيټوټ (۳) تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.
تحصیلي څانګې:
د میدان وردګو ولایت د نرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ درې (۳) څانګې ( اداره او تجارت، اداره او مدیریت او کرنې) لري چې (۲۳۷) تنه محصلین او زده کوونکي په دې انسټيټوټ کې په یادو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.
بدل اعاشه:
نوموړی انسټيټوټ د (۲۳۷) تنو محصلینو له جملې څخه (۳۷) تنه یې د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.
کمپیوتر لب او لابراتوار:
دا انسټيټوټ یو باب کمپیوټرلب او یو باب مجهز لابراتوار لري چې زده کوونکو او محصلینو ته د عملي زده کړو په برخه کې لا زیاتې آسانتیاوې برابروي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.