د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت یو نندارتون ترسره کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۰:۵۸
نمایشګاه

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت په نوښت یو تخنیکي او مسلکي نندارتون ترسره شو.

په دغه مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو محصلینو او استادانو خپل تولیدات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

دغه برنامه د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د میدان وردګو ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر حکمت الله حکمت وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اهميت څرګندول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره نوښتګرو او متخصصو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

د دغه مراسمو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې. نوموړي د ميدان وردګو ولايت د جهاد سنګر په توګه ياد کړ.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس نړۍ ته وښودله چې افغانستان د اشغالګرو لپاره خوندي جغرافیه نه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې اوس په هېواد کې د جوړولو وخت را رسیدلی دى. نوموړي له ځوانانو او خلکو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا ډېر کار وکړي.

ښاغلي شهامت همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو رول د خلکو او هېواد د اقتصاد په ځان بسيا کولو کې ډېر مهم وباله.

په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مجاهدينو لپاره د روزنیزې طرحې چمتو کول د دغې ادارې يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به مجاهدینو لپاره د حسابدارۍ، کمپيوټر، مديريت او انګليسي برخو کې د زده کړو  زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS