د میدان وردګو داکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انسټیټوټ په شنه خونه کې د بادرنګو کښت په اړه عملي روزنه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۱
TVETA

د میدان وردګو ولایت د ډاکټر عبدالوکیل کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې، دولسم ټولګي زده کونکي د نظری زده کړو له زده کولو وروسته د دې تخنیکي مرکز شنه خونې «ګرین هاوس» ته واستول شول ترڅو خپلې روزنه په عملي ډول پلي کړي.

په دې عملي فعالیت کې، زده کونکو د لارښود استاد په همکارۍ د شنه خونې «ګرین هاوس» دننه د کرنیزو اصولو سره سم د بادرنګو د کښت کندې جوړې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي او د زده کونکو ته د داسې فرصتونو چمتو کولو لپاره لومړیتوب ورکوي.

دا ډول عملي زده کړې د زده کونکو د ظرفیت لوړولو او په ریښتیني کاري چاپیریال کې د علمي نظریاتو په پلي کولو کې مهم رول لوبوي، او د کرنې په برخه کې د ماهر او متخصص کاري ځواک د روزنې لپاره زمینه برابروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS