د مولوي غلام حیدر شهامت له خوا په هرات ولایت کې د تخنیکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې دوام
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې څخه د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د تخنیکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د دغه ولایت د ادارې او حساب دارې له انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې نوموړي د دغه مرکز ټولې ستونزې او ننګونې له نږدې وکتلې او په یاد مرکز کې یې د تحصیلی چارو د لا ښه والي په موخه مسوولینو او کارکوونکو ته لازمې هدایات هم وړاندې کړل.
دا په داسې حال ده چې تر دې وړاندې محترم مولوي شهامت او ورسره مل پلاوي یې په هرات ولایت کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له وضعیت څخه څارنه کړې ده او د یادو مرکزونو د ستونزو او ننګونو د هواري په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.