د موسهي او چهارآسیاب ولسوالیو د تخنیکي او مسلکي مرکزونو وضعیت وڅیړل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۶:۱۲
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت موسهي او چهارآسیاب ولسوالیو له تخنیکي او مسلکي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

په دغه سفر کې له ښاغلي شهامت سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس هم ملتیا کوله.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو د بېلابېلو انسټیټونو عمومي وضعیت ارزونه وکړه او ښاغلي شهامت د دغه انسټیټونو په هکله لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

په پام کې ده چې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوی په نورو ولایتونو  او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS