د مهاجرینو چارو له وزارت سره د څیړنې او نوښت ریاست د یوه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د څیړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د یوې ناستې په ترڅ کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو ریاست له مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې نوموړو د مهاجرینو چارو وزارت د اړتیا وړ څانګو د نیازسنجۍ او تحلیل په اړه بحث وکړ.

دغه راز په دې ناسته کې دواړو لورو خپل نظریات او لیدلوري سره شریک کړل او په دې اړه لازم تصمیمونه هم ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پروګرامونو د څېړنو رياست تر دې مخکې هم د تعلیمي څانګو د اړتياوو د ارزونې په اړه له يو شمېر بنسټونو سره ناسته تر سره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS