د مجاهدینو د زده کړو د طرحې جزئیات وړاندې شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۲:۳۴
tveta

د مجاهدینو د زده کړو جزئیات، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري جوړه شوې ده، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وړاندې شول.

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو سرپرست رئیس د مجاهدینو د زده کړو د طرحې جزئیات بیان کړل. نوموړي وویل « د جهاد په دوره کې د نوموړي یوه هیله، د مجاهدینو زده کړه وه، خوشحاله دی چې دغه هیله یې پوره شوه.»

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه د مجاهدینو د زده کړو د طرحې پر بنسټ، هغوی د لېسې او انستیتوت د دورو زده کړې ویني.

همدارنګه ښاغلي مولوي صاحب شهامت بیان کړه چې ددغې طرحې په پلي کولو سره به په ادارو کې مدیریتي او تخصصي ستونزې له منځه لاړې شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه، د مجاهدینو د طرحې پربنسټ، د هغوی د زده کړې هره دوره، یونیم کال په پام کې نیول شوې ده.

د دغه کنفرانس په ادامه کې استاد عبدالهادي مجاهد، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي مشاور خبرې وکړې. هغه وویل چې « د مجاهدینو د زده کړو د طرحې له برابرول او پلي کول څخه موخه، د هغه مجاهدینو څخه ملاتړ کول دي چې له درسونو پاتې شوي دي.»

همدارنګه استاد مجاهد له یرغل وروسته د هېواد دچارو د مدېریت په هکله وویل چې مجاهدین د مدیریت په برخه کې ښه مهارتونه او توانایۍ لري.

همدارنګه نوموري بیان کړه چې د مجاهدینو د زده کړې لپاره ځانګړی نصاب برابر شوی دی، او هغوی به د زده کړو په دورو کې د ادارې او مدیریت بېلابېل مهارتونه ترلاسه کړي.

د طرحې د وړاندې کولو په پای کې د رسنیو پوښتنو ته هم ځواب ورکړ شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS