د متعلمینو چارو رئیس د مس عینک د قراردادي شرکت له مرستیالې سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۳:۱۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د متعلمینو او محصلینو چارو رئیس مفتي سید احسان الله قاسمي د عینک مسو د قراردادي شرکت له مرستیالې آغلې «جان چي» سره وکتل.

په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او قراردادي شرکت ترمنځ د ګډو همکاریو پر بېلابېلو مسایلو او لارو چارو خبرې وشوې.

د عینک د مسو قراردادي شرکت، د یو روزنیز مرکز جوړول چې د افغانستان د کانونو لپاره مسلکي کسان وروزي، مهم بولي.

د قراردادي شرکت مرستیالې څرګنده کړه چې په افغانستان کې مسلکي او تخنیکي کسانو شتون د دغه هېواد د کانونو د استخراج په برخه کې اړین رول لري.

په دغې ناسته کې، د دې شرکت لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو د جذبولو پر څرنګوالي او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د روزنې په ګډون په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې.

د ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه ده. په تېرو څلورو کلونو کې یادې اداې د کار بازار له اړتيا سره سم د ښوونيزو څانګو په رامنځته کولو کې ښې لاسته راوړنې هم لاسته راوړي دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هم له دغې ادارې لخوا د ښوونیزو څانګو پر پیاوړي کولو ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS