د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه جوړه شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې مالي مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ او د ادارې د يو شمېر رئيسانو په حضور جوړه شوه.
په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۳ هجري لمریزکال بودیجې د مصرف د چټکتیا په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مفتي فاضل په یادې غونډه کې وویل چې د بودجې په مصرف کې باید لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي.
د مالي چارو مرستيال دغه راز زياته کړه چې دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې دپروژو دتطبيق او چمتو کولو بهير بايد په شفافه توګه ترسره شي او همدارنګه د بودجې په مصرف کې سپما وشي.
په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.