د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه جوړه شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي اداره کې د عوايدو د راټولولو او د عوايدو د زياتوالي په څرنګوالي خبرې وشوې.
د غونډې برخه والو خپل نظریات او لیدلوري شریک کړل او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري هڅه کوي، چې یاده اداره په يوه عايداتي بنسټ بدل شي.