د مالي او اداري چارو مرستیال د کاپیسا د کرنې له انستیتوت څخه لیدنه وکړه
ښاغلی فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، د دغه ادارې د یو پلاوي په مشرۍ د کاپیسا ولایت ته سفر کړی دی. هغوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو یو شمېر انسټیټونه، د هغه له ډلې د دغه ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوت وضعیت وڅېړه.
هغوی د دغه زده کړې مرکز ټول اسناد وڅېړل، د مالي او اداري چارو مرستیال د چارو د سمون به موخه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
له دې وړاندې دغه هیأت، پروان ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه څېړلي دي.