د لغمان په تخنیکي او مسلکي لېسه کې د برښنایي وسایلو ترمیم
د لغمان په تخنيکي او مسلکي لېسې د برښنا څانګې زده کوونکو د عملي زده کړو په ترڅ کې کولر ترميم کړ.
په یوه درسي غونډه کې دوی د کولر موټور د ترمیم او بسته کاري په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د زده کړو لویه برخه عملي ده، څو د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.
