د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو د «سیم‌کشۍ» په اړه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۲۸
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برښنا څانګې، یوولسم ټولګي زده‌کوونکو ته د « ساختمان د سیم‌کشۍ » په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د دې درسي جلسې په ترڅ کې، نوموړو ته د « د ساختمان د برق سیسټم پر څرنګوالي او په سمه توګه د سیم کشي د ترسره کولو » په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز د درس په دوام کې، د استاد لخوا د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه هم وړاندې شول.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې «د کاري مسیر ټاکنه» په اړه سیمینار ترسره شو

د کابل د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د کارموندنې او مسلکي مشورې مرکز او د «نگرش سبز» مؤسسې په همکارۍ، «د کاري مسیر ټاکنه» تر عنوان لاندې ښوونیز او مشورتي سیمینار ترسره کړ. په دې پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د رسول الله ﷺ د سیرت ستره سیالي ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څه باندې دوه زره زده‌کوونکو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

BACK TO NEWS