د لغمان ولایت اړوند مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده کوونکو ته د بریښنايي اتصال په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۱
tveta

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برښنا څانګې لسم ټولګي زده کوونکو ته د برښنایي اتصال په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د دایمي برښنایي اتصال او لحیم کارۍ په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه جوړوي چې د دې روزنو پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال برېښنا د یوې ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي او نړیوال په خپلو ډېرو چارو کې له برېښنايي وسایلو څخه کار اخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS