د فرخار د کرنې او وترنرۍ په انسټیټوټ کې د الوتونکو د هاضمي سیستم په اړه عملي زده کړې
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د عملي زده کړو په ترڅ کې د الوتونکو د هاضمې د سیستم برخې په عملي ډول زده کړ.
لارښود استاد په یوه درسي غونډه کې د الوتونکو د ناروغیو د تشخیص او درملنې څرنګوالی هم تشریح کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.
د تخنيکي زده کړو ادارې مشرتابه هڅه کوي چې د دغې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې پياوړې او پراخې کړي.