د فراه ولایت اړوند د لاشجوین ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې له وضعیت څخه څارنه وشوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ يو پلاوي فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د لاشجوین ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې له وضعیت څخه څارنه وکړه.
نومړو د یاد ښوونیز مرکز له ټولو اسنادو او کاري چارو څخه مرور او څارنه وکړه.
په همدې حال کې د لاشجوین کثیرالرشتوي لېسې کارکوونکو او زده کوونکو خپلې ستونزې او اړتیاوې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له پلاوي سره شریکې کړي.
یاد پلاوي د نوموړو د ستونزو او ننګونو د حل کولو د ژمنې تر څنګ، د یو شمیر موضوعاتو په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.