د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه
د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه ٧٤ تنه محصلين د یاد ولايت د کثیرالرشوي او همدارنګه د کرنې او وترنرۍ له څانګو څخه فارغ شول .
په دغه مراسمو کې د فاریاب ولایت مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد په ګډون د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو هم برخه اخیستې وه او ویناوې یې وکړې.
د دغه مراسمو په پيل کې د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي محمد مجاهد د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو، موخو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د فارياب له تخنيکي آمریت سره يې د دغه ولايت د سيمه ييزو ادارو د همکاريو قدرداني وکړه. .
په ورته وخت کې د فاریاب مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وویله او ځوانان یې د افغانستان د سرمایې په توګه یاد کړل.
ښاغلي مولوي حميدالله ارشاد دغه راز زياته کړه، هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو ته د کار زمينه برابره کړي.
ورپسې د فارياب د علماوو شورا رئيس ښاغلي مولوي حيات الله حليم هم وينا وکړه او ويې ويل: له تعليمي او تحصیلي دورې څخه فراغت د پای ته رسولو په معنا نه دی، بلکې دا دنده ده چې ټولنې ته په تخصص او ژمنتیا سره خدمت وکړو.
د دې مراسمو نورو ويناوالو هم په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت او اړتيا ټينګار وکړ او دغه برنامه یې فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو او د افغانستان خلکو لپاره د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.