د شکردرې کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د برېښنا اسټېشن په اړه روزنه ورکړل شوه
د کابل ولایت د شکردرې کثیرالرشتوي لېسې د دولسم ټولګي د برښنا څانګې زده کوونکو د استالف ولسوالۍ د اوبو برښنا اسټېشن څخه په لیدنه کې د برښنا اسټېشن په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.
د درس په ترڅ کې لارښود استادانو زده کوونکو ته د بریښنا اسټیشن او د اسټیشن اړوندو برخو لکه ټرانسفارمر، میتر او د بریښنا سویچ په اړه مفصل معلومات ورکړل.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.