د سرپل ولایت د کرنې انسټيټوټ د زده کونکو لخوا د نباتي ناروغیو د مخنیوي په اړه عملي زده کړې!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۹:۱۲
TVETA

د سرپل ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کونکو د بیلابیلو نباتي ناروغیو او د ناروغیو څخه د نباتاتو د مخنیوي د لارو چارو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې درسي غونډې په ترڅ کې، زده کونکو ته د نباتاتو د خارجي برخو لکه "پاڼو، ریښو، ساقه یا تنې او ګلونو"په اړه مفصل او هر اړخیز توضیحات ورکړل.

سربیره پردې، استاد د درس په دوام کې زده کونکو ته د نباتاتو د شپشک ناروغیو څخه د اخته کیدو مخنیوی د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې عملي زده‌کړې په خپلو مرکزونو کې پلي کړي او د کار بازار لپاره چمتو، متخصص او ماهر کاري ځواک وروزي. دا ډول فعالیتونه ددې ادارې په اړونده مرکزونو کې د یادې کړنې د تطبیق یوه روښانه بیلګه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS