د زابل ولایت شاه جوی مسلکي لیسې زده کوونکو ته د خاورې په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۰:۴۷
TVETA

د زابل ولایت شاه جوی مسلکي لیسې د لسم ټولګي زده کوونکو ته د خاورې او د خاورې د ذراتو معلومولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د خاورې او د خاورې د ذراتو معلومولو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

عملي زده کړې د محصلینو سره مرسته کوي څو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ غونډه ترسره کړه. د یادې غونډې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

د رستاق کرنې مسلکي انسټیټوټ کې د میوو پروسس

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو ته د میوه جاتو د «مربا» جوړولو په اړه په عملي بنه روزنه ورکړل شوه. د کرنې سوداګرۍ څانګې استاد په یادې درسي جلسه کې محصلینو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ولايتونو ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د تعلیمي او تحصیلي چارو د وضعیت د ارزونې په موخه ولایتونو ته سفر وکړ. په یادو ولایتونو کې نورستان، دایکندي او خوست. . .

BACK TO NEWS